|
سرليكنه
۱-
له دې
ګڼې سره د سيمه
ييزو
مطالعاتو دمرکز له عمره دوه کاله او څو اونۍ اوړي او ژورنال هم دوه
کلن کيږي.
موږ په خپل دغه عمر کې ګڼې سړې و تودې وليدلې،
دوستانو د مهربانۍ په نظر او سيالانو
په خواږه نېښ ونازولو.
په افغانستان
کې د ناکاميو
د پټولو او بهانو راوړلو د دود پرعکس به
يې
له خپلو کمزوريو
پيل
کړو، مرکز په هېواد کې د سيمه
ييزو
څېړنو په برخه کې د هيڅ
راز تجربې له شتون پرته پر کار پيل
وکړ او ډېر وخت وزوريې
پر ځان بسيا
کولو ولګيد،چې
لاهم له ګڼو اړخونو پر خپلو پښو نه دی ولاړ، دا د سيمه
ييزو
مطالعاتو مرکز دی خو دادی تر دوه کلونو اوړي چې چا ورته دوه ټوکه
کتابونه نه دي اخيستي،
په دې برخه کې مو د هڅې هر غشی د همکارو موسسو پر ډبره ولګيد
او د کتابتون المارۍ مو همداسې تشې پاتې شوې. پرڅېړونکو که د پروژو د
بشپړتيا
زور راشي نو کتاب او سرچينې
غواړي، چې هغه نشته.
په تېر کال کې
مرکز وکړای شو، يو
شمېر ځوان څېړونکي وګوماري، دا د خوشالۍ خبره ده، خو دغه ځوانان روزنې
ته اړتيا
لري او چې د څه کوچ بودولو تمه کوو نو وخت، کار او امکاناتو ته اړتيا
شته چې له دوی څخه ابتدايي
څېړونکي جوړ شي، وخت به وباسو، کار به هم تر تمې ډېر وکړو خو امکانات
به څنګه شي؟ موږ هم نه پوهيږو.
مرکز ښايي د
خپل کار او ثمر اصلي بهير
ته ور سيخ
شي دا د ځوانو او مبتدي څېړونکو روزنې، د سرچينو
ترلاسه کولو او د دوستانو مهربانۍ ته اړتيا
لري، چې خدای «ج» دې
يې
راولوروي. خو، له دې ټولو کمزوريو
سره سره موږ له لاس ته راوړنو ډک کال درلوده. دوه نړيوال
سيمينارونه
جوړ شول چې لومړی يې
د سيمې
د خپلواکۍ او ملي مبارزې د ستر مشر ارواښاد شهيد
عبدالصمد خان اڅکزي د زوکړې سلمه کاليزه
او بل يې
د هند په نيمې
وچې کې د نامتو افغان سياسي
او فرهنګي شخصيت
حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان بړيڅي
د زوکړې درې سوم کال لمانځل وو. د افغانستان د روانو اوبو سيمه
ييز
ارزښت ملي سيمينار
جوړ او ورپسې په دې اړه څېړنيز
ورکشاپ هم جوړ شو او له دې پرته مو دوه سرليکه
علمي کتابونه هم چاپ کړل.
د مرکز
مشرتابه او غړيو
په څلورو نړيوالو
سيمينارونو
کې فعال ګډون درلوده او د سيمې
له يو
شمېر ستراتيژيکو
څېړنيزو
مرکزونو سره يې
د همکارۍ اړيکې
ټينګې
کړې.
« سيمه
ييز
مطالعات» منظم خپريږي
او د مرکز ويب
سايټ
په زرګونو لوستونکي لري. په سيمه
کې د مهمو پېښو په اړه د پنځو مطبوعاتي ناستو پر جوړولو سربېره
يې
د يو
شمېر تحقيقي
پروژو کار هم بشپړ کړ، چې له خپلو نيمګړتياوو
سره سره د پرمختګ او لار موندنې زيری
له ځان سره لري.
مرکز په پام
کې لري، چې ۱۳۸۷لمريز
کال په لا برياليو
هڅو پيل
کړي او ددې تر څنګ چې د خپل جوړښت او اکمال پړاوونه ووهي هېواد ته د
څېړنې او اکاډميک
کار په ترسره کولو سره د چوپړ جوګه هم شي. په دې کې به د سرچينو
او کتابونو د موندلو هڅه، د ځوانو څېړونکو د روزلو تلاش او د علمي
پروژو د بډايولو
کوښښ شامل وي. «انشاالله).
۲- خو راځئ
وګورو د تېر کال په اوږدو کې، چې زموږ په سيمه
کې څه تېر شول د افغانستان لپاره کوم
يې
ډېر مهم او د پام وړ وو:
کال په سيمه
کې له ترهګرۍ سره د افغانستان، پاکستان او نړيوالې
ټولنې په ډغرو تېر شو، د کال له پيله
يو
بدلون چې په نړيواله
کچه را څرګند شو دا و، چې پاکستان مخامخ د جګړې په ډګر بدل شو او نور
نو دغه هېواد ونه شو کړای د مورچې تر شا پټ شي، له بده مرغه ددغه هېواد
قبايلي
سيمې
او حتی ښارونه د ګڼو ځانمرګيو
بريدونو
شاهد وو، چې لويه
مرګ ژوبله يې
ملکي خلکو ته واړوله خو له سياسي
اړخه دغه هېواد د تېر لمريز
کال په وروستيو
مياشتو
کې وکولای شول، ديموکراسي
ته د بيا
را ګرځيدو
يوه
بريالۍ
هڅه وکړي، پارلماني ټولټاکنو وښوده چې د پاکستان عام خلک له ترهګرو او
بنسټ پالو څخه ستړي دي او هغو ډلو ته
يې
رآيه
ورکړه، چې د ديموکراسي
او سولې شعارونه يې
ورکول. پاکستان چې په تاوتريخوالو
کې يې
خپله يوه
پخوانۍ لومړۍ وزيره
بې نظير
بوټو،
له لاسه ورکړه او پوځي جمهور
رئيس
پرويزمشرف
يې
له خپلې پوځي دريشۍ
څخه بې برخې کړ، د پوځ – حکومت او خلکو ترمنځ
يې
فاصله ډېره شوه، نړيوال
يې
د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپل صداقت په اړه بې اعتماده کړل او آن د
قومي ويش
تر پولو ورسيد،
خو لېبرالو ګوندونو وشو کړای تريو
بريده
د سقوط مخه ونيسي
او ټولټاکنې بريالۍ
کړي.
دافغانستان په
ګاونډ «پښتونخوا» کې ملتپالو کانديدانو
وګټله ځکه دوی په سيمه
کې د سولې امنيت
او پرمختګ لپاره د هڅو وعده ورکړې ، نړيوالو
ته دا هم زبات شوه چې پښتانه د سيمې
هغه خلک دي چې تر ټولو ډېر کړيدلي
او له جګړې او بنسټپالنې څخه ستړي دي، ځکه نو سوله غوښتونکو او ديموکراتوملي
ګوندونو ته دخپلو چارو واګي سپاري، نړيواله
ټولنه په تېر کال کې دغو حقايقو
ته متوجه شوه:
۱ـ د ترهګرۍ
جرړې او پټنځايونه
په پاکستان کې دي، چې دغه هېواد
يې
پر سور اور را اړولی دی.
۲ـ پښتانه د
يوه
قوم په حيث
جګړه مار، بنسټ پال او وحشي نه، بلکې مدني، سوله غوښتونکي، پر ديموکراسي
او ملي ارزښتونو معتقد خلک دي او له جګړې څخه
يې
تر ټولو ډېر زيان
ليدلی
دی.
۳ـ د
افغانستان پېښې سيمه
ييز
لاملونه لري او اوس ترهګري او جګړه په
يوه
هېواد کې نه، بلکې د سيمې
په کچه د پام وړ ده.
۴ـ په تېرو پينځو
–شپږو کلونو کې سيمې
او افغانستان ته د نړيوالې
ټولنې پاملرنه هغومره نه وه، چې بايد
وای او يا
خو د مرستو ميکانيزم
ناسم و، ځکه يې
حالات بدل نه شو کړای.
۵ـ د ډيورند
کرښې دواړو غاړو ته پرتې سيمې
له اقتصادي، فرهنګي او عمراني پلوه پرمختګ او انکشاف ته اړتيا
لري، دلته د ژوند د هرې برخې د سطحې لوړول کولای شي سوله راولي او د
بهرنيو
ترهګرو له موجوديت
څخه يې
پاکه کړي .ددغه انکشاف لپاره د مرستو مجرا بايد
پاکه وي او نه ښايي د ساړه جنګ د دورې په څېر دغه مرستې د ځينو
پوځي استخباراتي کړيو
آخور ته ورتويې
شي.
۶ـ په پاکستان
کې بايد
سياستونه
ملکي شي، چې له ګاونډيو
سره د ديموکراسۍ،
نړيوالو
موازينو،
بين
المللي نورمونو او پر سولې او مدني ارزښتونو ولاړ روابط ټينګ
کړای شي.
۷ـ نړيوالو
ځواکمنو هېوادونو ته نه ښايي د خپلو هېوادنيو
پاليسيو
او سياستونو
له مخې د سيمې
له هېوادونو سره د مور مېری سلوک وکړي او د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې
ټلوالې د غړيو
تر منځ فاصله رامنځ ته کړي، په سيمه
کې ددوی صادقانه ملګرتوب به په پايله
کې وکړای شي سيمه
له دې حالته راوباسي.
۸ـ همدا راز
له افغانستان سره خپلو رغنده مرستو ته دوام ورکړي چې د مستقلې دفاع وړتيا
بيا
مومي، خپل پوځ او پوليس
پياوړی
کړي او د اقتصادي بيارغونې
بنسټيز
ګامونه واخيستلای
شي.
* * *
روسيه
د سيمې
بل هېواد و چې د ولاديمير
پوتين
اوږده او پولادينه
واکمني يې
په انتخاباتو را واړوله او ديمتري
مدويدوف
يې
پر څوکۍ کيناوه،
نړيوالو
ناظرانو ګونګوسی وکړ چې انتخابات ډېر راڼه نه وو ځکه د پوتين
ډلې پر نورو کانديدانو
لارې ګودرې تړلې وې او پر مخالفو کانديدانو
ډېر محدوديتونه
وضع شوي وو آن تر دې چې تر ټاکنو وړاندې هم روسان او هم نړيوال
پوهيدل
چې د پوتين
کانديد
به يې
ګټي. پوتين
په دې هم بسينه
ونه کړه او په يوه
وينا
کې يې
وويل
چې دده د ځای ناستي د واکمنۍ پر مهال به د روسيې
سياستونه
د اروپا په وړاندې بدلون ونه مومي او همدا تګلاره به روانه وي، دا په
داسې حال کې ده چې د روسيې
په نړيوالو
اړيکو
کې وروستي شنه څراغونه د
يو
څه بدلون او نرمۍ نښې ګڼل شوي دي، په تېره بيا
روسيې
په افغانستان کې د جګړې په اړه د مشروطو همکاريو
وعدې هم ورکړي دي.
ايران
د افغانستان بل ګاونډی هم د پارلماني ټولټاکنو شاهد و په دغه هېواد کې
يو
ځل بيا
محافظه کار و کانديدانو
وګټله او اصلاح غوښتونکو ونه شو کړای ډېرې څوکۍ وګټي، ايران
چې له نړيوالو
ځواکونو سره د خپلو سياستونو
او اتومي کړکيچ
پر دوسيه
ډغرې وهي دغې بريا
ته خوشاله دی مګر د انتخاباتو پاڼې لا ټولې نه وې شمارل شوې چې اروپايانو
پرې نيوکه
وکړه او ټاکنې يې
رڼې ونه ګڼلې، د ايران
حکومت هم د اروپايانو
دغه غبرګون ته خوله کږه کړه او هغه
يې
بيړنی
او ناسم قضاوت وګاڼه.
ترکيه
د سيمې
بل هېواد هم له سياسي
ستونزو سره مخامخ ده، دغه هېواد د ګاونډي عراق پر کرد ميشتو
سيموبريد
وکړ او د عراق په خاوره کې
يې
د کردي بيلتون
غوښتونکو پر ميشت
ځايونو
يرغلونه
وکړل. عراق د ترکي ځواکونو وتل وغوښتل او په کور دننه ترکي حکومت ځينې
سياسي
او مطبوعاتي څېرې ونيولې
ترکي حکومت ټينګار
کوي چې د خپل امنيت
او ځمکنۍ بشپړتيا
ساتلو لپاره به هر ډول هڅه کوي.
زموږ بل
ګاوڼدی چين
هم د سياسي
اړدوړ شاهد و، په تبت کې ددغې سيمې
مذهبي راهبانو پاڅون وکړ او په هند کې د تبت شړل شوي حکومت د دلايي
لاما تر مشرۍ لاندې غږ وکړ چې چيني
حکومت د تبتيانو
په ځپلو توکميزه
وژنه پيل
کړې ده حال دا، چې چين
د تبت روحاني مشر دلايي
لاما د خپل هېواد د حاکميت
او ځمکنۍ بشپړتيا
په وړاندې پر دسيسه
تورن کړ.
دلايي
لاما چې د سولې نړيوالې
جايزې
ګټلي پر سوله ييزه
مبارزه ټينګار
کوي او پر خپلو پلويانو
يې
غږ کړی چې له تاوتريخوالي
او وراني څخه لاس واخلي. دغو پېښو ځکه چين
وارخطا کړی چې د ۲۰۰۸کال د المپيک
نړيوالې
لوبې په دې هېواد کې ترسره کيدونکي
دي او که حالات همداسې روان وي نو د چين
آبرو به خوندي پاتې نه شي.
له دې ټولو
پرته هغه څه چې په نړۍ کې
يې
د تمدنونو د تفاهم لاره خنډ کړه او
يو
ځل بيا
يې
د اسلامي هېوادونو « په تېره بيا
د افغانستان او ددغې سيمې
نور ولسونه» راوپارول د بيان آزادۍ ته دژمنتيا په پلمه په ډنمارک کې
د اسلام د ستر
پيغمبر
حضرت
محمد مصطفی ( ص ) د کارتون
بيا خپرول او په هالنډ کې د پارلمان د يوه غړي له خوا اسلام ته له
توهينه ډک فلم جوړول و . که څه هم د هالنډي فلم د ښودلو مخه دم ګړۍ
نيول شوې او د کارتونونو په اړه د ډنمارک لومړي وزير د نړۍ له
مسلمانانو څخه بښنه وغوښته،خو بيا
هم دغو پارونکو کړنو، چې د بيان
د آزادۍ نوم ورکړل شو، وښوده چې د لويديزې
اروپا متمدن هېوادونه هم هغسې چې ښيي له سولې سره علاقه نه لري بلکې د
ويدو
زړه بدواليو
په راويښولو
سره د مسلمانانو احساسات زخمي کوي.
غربي نړۍ چې
له ترهګرۍ سره په جګړه بوخته ده خپله غوټه خولې ته وړي او سياسي
جګړو ته مذهبي رنګ ورکوي. منځلاري مسلمانان چې په نړۍ کې د سولې
غوښتونکي دي له داسې کړنو څخه ځوريږي
او اروپا هم ښايي د هر داسې عمل لپاره د خپل امنيت
په اړه انديښمنه
شي.
د داسې لوبو
ډېر زيان
افغانستان او ګاونډيو
ته رسيږي،
ځکه هسې هم د جنګ پر تبۍ سوزي او داسې هېښوونکي او پارونکي حرکتونه پر
اور د تيلو
له شيندلو
پرته بل څه نه دي.
هغه د خوشال
خټک وينا
ده چې :
لايـو
شــور راځنې لاړ نـه وي بـل راشي
مګـر زه پيدا
پــه ورځ د شـورو شــريـم
|