|
ډيورنډ کرښه ديوه ولس برخليک
تاريخ 20سنبله
1387درمورد
حقیقت تاریخی خط دیورند ، اضهارات غیر مسئولانه
آخیر مولانا فضل الرحمن در این مورد و موقف
مردم
افغانستان در مورد این
قضيه ميز تحليلی
به میزبانی مرکز مطالعات منطقه یی افغانستان در هوتل انتر
کانتینتال بر گزار
گردید.
در این میز تحلیلی که
به اشتراک ده ها ژورنالیست از تمام مطبوعات موجود در افغانستان تدویر
گردیده
بود .
شخصیت شناخته شده ملی
و سیاسی محترم عزیزالله واصفی، محترم سلیمان حامد عضوی شورای علمای
افغانستان، محترم عبدالرحمن هوتک به نماینده
گی
از جامعه مدنی و عبدالرشید وزیری عضو مرکز مطالعات منطقه یی صحبت
نمودند. اینک مختصر نتیجه این بحث را در ذیل میخوانی
تیره اونۍ دافغانستان
دعلماووشورا دیوې اعلامیې په ترڅ کې دپاکستان دیوې مذهبي ډلې مشر
مولانا فضل الرحمن هغه څر ګندونې په کلکه ردکړې چې نوموړي دافغانستان
له خوا دډیورنډ تحمیلي کرښې درسمیت پیژندلو په اړه کړې وې مولانا په
کوټه کې خپلو خبروکې ویلي وو، چې: (افغانستان باید دډیورنډ کرښه په
رسمیت و پیژني ترڅو ددوواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پرته شخړه حل شي .
) دمولانا له څرګندونو وروسته دې موضوع دسیمې په مطبوعاتو کې انعکاس
وموند ګڼو سیاسي شنونکو دغه څرګندونې دمولانا نه، بلکې دځینو معلومو
استخباراتي کړیو غوښتنې وګڼلې چې دفضل الرحمن په ژبه یې څرګندوي تردې
لږ وروسته په افغانستان کې دننه هم یو شمیر افرادو اوکوچنیو په اصطلاح
سیاسی کړیو دډیورنډ کرښې درسمیت پیژندلو په اړه څرګندونې اوتبصری وکړې
خو دمولانا دڅرګندونو سره مل په افغانستان کې دداسې ګونګوسو خپریدل
داښیي چې دموضوع طرحه له ګډو سرچینو څخه اوبه څښي . دافغانستان
اوپاکستان دامن په ګډه جرګه کې دمولانا نه ګډون اودافغانستان داسلامي
جمهوریت له مخالفینوسره دهغه نږدی اړیکې داښیی چې نوموړی په افغانستان
اوسیمه کې دکړکیچ له منځه تلل نه غواړي ځکه نو داسې څرګندونې کوي چې
دکرښې دواړو غاړو ته وینه بهیدل داوم ولري اوولسونه په اور کې وسوځي
حال داچې دافغانستان اوسیمې ټول خلک دامن جرګې پریکړوته په درنه سترګه
ګوري اوهیله لري چې ددغې جرګې فیصلې به په سیمه کې امن راولي ددغې جرګې
له بریالۍ پاې ته رسیدو یوازې یوه اونۍ وروسته مولانا فضل الرحمن داسې
څرګندونې وکړې چې دجرګې پریکړو اودسیمې دولسونو دسولې هیلو ته یې زیان
رسول غوښتل اودسولې ضد کړیو په مرسته یې دجرګې دپریکړودسبو تاژ هڅه
کوله . ددې ترڅنګ له تاریخي اوسیاسي واقعیتونوناخبره کور ناستي اشخاص
په دې نه پوهیږي چې د افغانستان په چاروکې دلاسوهنو اومداخلو یوازینی
لامل دډیورنډ کرښه نه ده بلکې ګاونډیان تردې ډیرڅه غواړي .افغانستان
ددوی لپاره ستراتیژیک عمق دی ، پرکابل مخامخ اغیزې ، دیوه ترلاس لاندې
حکومت ایجاد ، دمنځنۍ اسیا دمهمو اقتصادي بازارونو په لور وړیا لار ،
دافغاني اوبو مالکیت اوله ترهرګر ۍ سره دجګړې دلګښت په نامه
دمیلیاردونو ډالرو تر لاسه کول ، ددوی لپاره ترډیورنډ کرښې ډیر اهمیت
لري .دوی نه غواړي هغه سیمه ییز سیاسي
–
اقتصادي اوستراتیژک اهمیت له لاسه ورکړي چې دساړه جنګ پرمهال یې درلوده
، ددوی په نظر نړیواله ټولنه باید دافغانستان قضیی ته ددوی دعینکو له
شا وګوري اوپه سیمه کې دژاندارم رول ددوی وي ، ځکه دډیورنډ کرښې پیژندل
یا نه پیژندل هیڅکله په اوسنیو اړیکو مثبته اغیزه نه شي درلودای .
حقیقت دادی چې دډیورنډ مساله کوم تجارتي قراردادنه دی چې دمولانا په
غوښتنه یې دا اوهغه سیاسې ډلګۍ یااشخاص په رسمیت وپیژني .
دانه دحکومتونو ،
ګوندونو، یا دپارلمانونو اویا خو هم داشخاصو صلاحیت دی بلکې
دادټولوافغانانو اوهغوخلکو حق دی چې ددې کرښې په وسیله له خپل اصلي
پیکره جداشوي دي چې دخپل ملي برخلیک په اړه پریکړه وکړي ډیورنډ کرښه
یوازې یو موافقه لیک دی اولا هم نه ده ښکاره چې له همغه پیله
دافغانستان له لوری لاسلیک شوی اوکه نه لاتراوسه دبیلا بیلو حکومتونو
دمتفاوت برخورد باوجود خلکو اوولسونو نه ده منلی اوعملا ټول افغانان
په هر ځای کې چې دي، ځان یوه کورنۍ ګڼي له همدې ځایه ویلی شو چې اوس په
دې اړه څه ویل نه یوازی تروخت مخکې خبره ده بلکې افغان ولس هیڅکله په
دې اړه له خپل ملي دریځ څخه نه تیریږي . دتاریخ په اوږدوکې
دانګریزانولویه امپراتورۍ اوپه سیمه کې دهغوۍ استازیو ونه شوکړای ددې
کرښې په وسیله دیوه کور خلک سره بیل کړي ، اوس چې په سیمه کې دترهګرۍ
له ښامارسره نړیواله ټولنه دافغانستان دخلکو په مرسته په جګړه بوخته ده
، داسې مسایل مطرح کول نه یوازی ګټه نه لري بلکې کړکیچ لا پراخولای
شي، نړیوالې ټولنې په تیره بیا دانګلستان هیواد ته ښایې چې په کلکه دې
ډول سیمه ییز حساسیتونوته متوجه وي ځکه ټول افغانان دغه کرغیړنه کرښه
دبرتانوي استعمار نښه بولي خو اوس چې دوی دافغانستان دخلکو په مرسته
دسیمې اونړۍ دامنیت پر ټینګښت بوخت دي اودافغانستان خلک له ټولوتاریخي
سوابقو سره سره اوس دانګلستان دخلکو اوحکومت دمرستې درناوی کوي اودقدر
په سترګه ورته ګوري خو له داسې حساسې مسالې سره له احتیاطه لرې برخورد
به دوی ته ګڼ پرابلمونه راوټوکوي اوددوی په وړاندې دعامو خلکو حسن
نظرته به نه یوازې صدمه ورسوي بلکې دنړیوالې ټولنې پرمثبت حضور به یې
اعتماد او باورکم شي.
دډیورنډ دواړو خواوته
دپرتو ولسونو دسر نوشت ټاکنې له حق سره لوبې کول سیمه په اور اړولی شي
اودا اور به دسیمی هیوادونو ترڅنګ تر سمندرونو پوری حکومتونه هم په
کرار پرې نه ږدي ، له ترهګرۍ سره جګړه نه باید بنسټپالو ، دسیاسي
ګټوپه لټه کې ناستو اوپراختیا غوښتونکو ډلو ته دسو ء استفادې چانس
ورکړي ، همدااوس افغانان په سیمه کې سوله اوامنیت غواړي څو دټولې نړۍ
امنیت تضمین شي . ترکرښې ها خوا واقع شوي افغاني خاوره په ټولو
افغانانو پورې اړه لري اوددغې خاورې هر اوسیدونکی افغان دنننني
افغانستان دهر قوم اوهرې سیمې دکورنۍ غړی دی. هیڅوک نه شي کولای تر
کرښې ها خوا افغانان یا ځمکه په یو خاص قوم پورې وتړي اودهغوۍ دبیل
ګڼلو په تصور واحد اویوموټی افغانستان ته زیان ورسوي . افغانستان په
اوسنیو شرایطوکې دامنیت دټینګښت، بیا رغاونی اوپرمختګ لپاره دنړیوالې
ټولنې ملاتړ له ځانه سره لري زمونږ ګاونډیان ، نړیوال ځواکمن هیوادونه
اوسازمانونه باید په دغه بهیر کې صادقانه ورګډشي اوهیڅکله په هغو حساسو
موضوعاتو کې بې ځایه ګوتوهنې ونه کړي چې دمیلیونونوخلکو احساسات
راپارولی شي. ټول افغانان دامن دګډې جرګې دپریکړو درناوی کوي او غوښتنه
یې داده چې دسولې،امن ،ورورولۍ اوښه ګاونډیتوب لپاره دهڅو روانه پروسه
بریالۍ اوبشپړه شي.په دې بهیر کې که هرڅوک خنډوځنډ پیښول غواړي هغه په
سیمه کې دامن اود خلکو دنیکمرغۍ دښمن دی.دافغانستان دسیمه ییزو
مطالعاتو مرکز دغه بحث ددې لپاره رابللی چې ددې راز څرګندونو ناسموالی
روښانه کړي اوداوښیي چې دامن تر جرګې وروسته دسولې لپاره موجودې هیلې
په داسې بې ځایه ویناوو زیان نه شي لیدای
|